ایکنا- د مصر د ریډیواوټيلیویژن غوره موسیقي پوه اومداح او د قرآن د سیالیو نړیوال قاضي محمد علی جین وئيلي دي، چې د کویت د یوه منحرف قاری ددینی اوکلتوری یرغلونو ته دځواب لپاره ئې په قرآنی محتوا سره یو هنري اثر (البم) برابر کړی چې ډير زر به ئې وړاندې کړي.
د خبر لمبر: 3492701 خپرونې تاریخ : 2026/04/26
ایکنا- د مکې په میوزیم کې په اته ضلعې لرونکی بڼه د قرآن کریم یوې نسخې نندارې ، ځان ته د کتونکو توجه جلب کړې ده.
د خبر لمبر: 3492690 خپرونې تاریخ : 2026/04/21
ایکنا - د قرآن کریم د چاپ د تاریخچې ځانګړی نندارتون د کب د میاشتې په درویشتمه نیټه د الجزایر په پلازمینې الجزیره کې پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3492572 خپرونې تاریخ : 2026/03/16
ایکنا - د تهران د قرآن کریم په ۳۳ نړیوال نندارتون کې د عباسی مقدس آستان سټال د لیدونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی .
د خبر لمبر: 3492523 خپرونې تاریخ : 2026/02/28
ایکنا - د آژاد اسلامی پوهنتون یو استاد وویل: قرآني ډیپلوماسي د عقیدتي مشترکاتو پر بنسټ، متقابل درناوي او د انسان پر انسان د واکمنۍ د نفې پر اصل ولاړه ده، او د الهي دینونو د پیروانو ترمنځ د همغږۍ بنسټ ګرځیدلی شي.
د خبر لمبر: 3492522 خپرونې تاریخ : 2026/02/28
ایکنا - د قرآن نړیوال نندارتون د مصنوعي ځیرکتیا او قرآني پوه بنسټه شرکتونو د برخې مدیر د محدود خو سټراټیژیک شتون لرونکو پوه بنسټه شرکتونو یادونه وکړه او وې ویل چې په دې برخې کې د قرآني چټ باټونو مخکتنه، د مصنوعي ځیرکتیا (اي آیی )پر بنسټ د محتوا تولید سیالي، او څورشتهییزې تخصصي ناستې ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492517 خپرونې تاریخ : 2026/02/26
ایکنا – قرآني ډیپلوماسي د ایران د اسلامي جمهوریت د یوه فرهنګي نوښت په توګه، د قرآني سفیرانو له ظرفیت څخه په استفادې سره په اسلامي نړۍ کې د سولې، مینې او اسلامي ورورولۍ پیغام خپروي.
د خبر لمبر: 3492511 خپرونې تاریخ : 2026/02/25
ایکنا- د قرآن د تفسیر او تدبر تخصصي سافټ ویر «بالقرآن» د قرآن د ۳۳م نړیوال قرآن کریم نندارتون د مصنوعي ځیرکتیا یا آرټيفیشل ایټیلیجنس او قرآني پوه بنسټه شرکتونو په برخې کې لیدونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3492506 خپرونې تاریخ : 2026/02/25
ایکنا -د قرآن کریم نړیوال نندارتون د ۲۰ هېوادونو په ګډون او له علمي، هنري پروګرامونو او د قرآني خادمانو د ستاینې په مراسمو سره ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492474 خپرونې تاریخ : 2026/02/19
د قرآن د نندارتون مشر!
ایکنا – د قرآن د نندارتون مشر حجتالاسلام والمسلمین حمیدرضا اربابسلیماني د سلواغې په ۲۷ په یوې خبري غونډې کې د قرآن د ۳۳ نړیوال نندارتون د جوړېدو خبر ورکړ او وې ویل چې دا نندارتون به په ۱۶ زره مربع میتره فضا کې ترسره شي. هغه د وخت او ځای د اعلان ترڅنګ وویل: ولسي کول، نوښت، د غوره کسانو له ظرفیت څخه ګټه اخیستل او نوې ټیکنالوژۍ، په ځانګړي ډول مصنوعي ځیرکتیا(آرټيفیشل انټلیجنس)، د نندارتون له مهمو محورونو دي.
د خبر لمبر: 3492469 خپرونې تاریخ : 2026/02/18
ایکنا – د سورئې د دمشق د کتاب په نړیوال نندارتون کې د قرآن کریم سټال په پراخ او اغېزشیندونکي شتون سره د دې نندارتون فضا ښکلې کړې ده او خپلې بېلابېلې قرآني چارې ئې خلکو ته ورپېژندلې او نندارې ته وړاندې کړې دي.
د خبر لمبر: 3492437 خپرونې تاریخ : 2026/02/11
ایکنا – د ایران داسلامی جمهوریت د ریډیو او ټيلیویژنی ادارې له دریم ټیلیویژنی چینل څخه او نهال چینل څخه د ؛محفل ستارها؛(د ستورو محفل) نومې پروګرام له ځپریدو ورویسته په ماشومانو او زلمیانو کې دهرکلی تاوده څپه راپورته شوې ده،داسې چې دغه پروګرام په ډير لنډ وخت کې د ددغه عمر د پرګنې په یوه ترټولو زیات لیدونکي تولیدي ټيلیویژني پروګرام بدل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492413 خپرونې تاریخ : 2026/02/07
ایکنا - د قرآن کریم ۱۱۴ نادرې نسخې چې له ۴۴ هېوادونو څخه غونډې شوې دي،د ترکیې د استانبول په یوه نندارتون کې د عامو خلکو لپاره نندارې ته کېښودل شوې دي.
د خبر لمبر: 3492364 خپرونې تاریخ : 2026/01/26
ایکنا - د قاهرې د کتاب په نړیوال نندارتون کې د انډونیشیا سټال د ړندو او کمبیناوو لپاره ځانګړی بریل قرآن نندارې ته وړاندې کړی دی.
د خبر لمبر: 3492362 خپرونې تاریخ : 2026/01/26
ایکنا - د شارجې د قرآن کریم مجمع او د شارجې د میراث مرکز د اسلامي خطي نسخو او تاریخي آثارو د ترمیم او ساتنې په موخه د ملګرتیا یو تفاهملیک لاسلیک کړ.
د خبر لمبر: 3492334 خپرونې تاریخ : 2026/01/20
ایکنا - د پاکستانيو هنرمندانو د خطاطۍ او نقاشئخط نندارتون، چې د قرآن کریم آیتونه او د نبوي احادیثو موضوعګانې پکې نندارې ته وړاندې شوي، د پنجاب صوبې د هنري شورا په پنډۍ څانګې کې پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3492313 خپرونې تاریخ : 2026/01/14
ایکنا - رقیه رفعت عبدالباري»، چې د مصر د قرآني سیالیو د ۳۲ پړاؤ د سیالیو د لومړۍ مقام ګټونکې ده، وویل: هیله لرم د قرآن کریم او قرآني علومو د خدمت لپاره په الازهر پوهنتون کې د تدریسي سلاکارې په توګه دنده ترسره کړم.
د خبر لمبر: 3492157 خپرونې تاریخ : 2025/12/14
ایکنا – د مصر د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو ۳۲پړاؤ به دد ۷۲ هیوادونو له ۱۵۸ ګډونوالو سره په دغه هیواد کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3492108 خپرونې تاریخ : 2025/12/04
ایکنا د قرآن کریم د ملي سیالیو درېیمه دوره به د ۲۰۲۵ کال د دسمبر له ۱۸مې څخه تر ۲۰مې پورې د سریلانکا په پلازمېنې کولمبو کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3492029 خپرونې تاریخ : 2025/11/18
د «ضحی» قرآني نندارتون افتتاح!
ایکنا -د قرآني هنرونو نندارتون «ضحی» د ځوانو هنرمندانو او محصلینو د ټاکل شويو اثارو په وړاندې کولو سره د؛ضحی ؛ مبارکې سورې پر آیتونو د تدبر او د امید له مفاهیمو څخه د هنري اخستونونو ښکلی انځور د لیدونکو مخې ته ږدي؛یوه داسې فرهنګي ـ هنري پېښه چې د جوړوونکو په وینا، موخه یې د قرآني هنر دودول او د قرآن کریم د آیتونو د نوي لید وړاندې کولو لپاره د یوې مناسبې فضا رامنځته کول دي.
د خبر لمبر: 3492026 خپرونې تاریخ : 2025/11/18